راتلونکو دوو ورځو کې د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۶ نېټه):
د اوبو او انرژۍ وزارت وایی، په راتلونکو دوو ورځو کې به د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د اوبو کچه لوړه شی چې له امله یې د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.
دغه وزارت له خلکو غوښتی چې دغو سیمو ته له هر ډول تګ_راتګه ډډه وکړی.
د اوبو او انرژۍ وزارت زیاته کړې، د ۱۴۰۲ کال د وری میاشتې له ۶مې څخه تر ۷مې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې لوړېدو او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.
سرچینه زیاتوی، په یادو نېټو کې د کوکچې، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، اروزگان ترینکوټ، ارغنداب، لوګر، میدان وردګ،کابل، خوست، پکتیا، پکتیکا، غوربند، پنجشېر، کونړ او لغمان سیندونو پر لارو او ځینو سیلبرونو کې د سېلابونو او اوبو کچې لوړېدو اټکل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.