معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / راتلونکې اونۍ به روسیه د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي

راتلونکې اونۍ به روسیه د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي

پنجشنبه، د لړم۱۹مه
کابل/ګهیځ: روسیه راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه د یو غونډې له جوړېدو خبر ورکوي خو په دغې غونډه کې د ګډون لپاره افغان چارواکي نه دي بلل شوي.
پرون چهارشنبه (د لړم ۱۸مه) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې له ټاس خبرې اژانس سره په خبرو کې وویل، چې د ماسکو فارمټ په نوم دغه غونډه به د راتلونکې اونۍ چهارشنبې په ورځ جوړه شي چې د روسیې ترڅنګ د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، هند، قرغیزستان او قزاقستان استازي به یې برخوال وي.
افغان چارواکو ویلي دي چې د مسکو په غونډه کې د دوی نه ګډون پر دوه اړخیزه تعامل منفي اغېز کولی شي او د دوی له ګډون پرته به دا غونډه نیمګړې وي.
روسیې ورته غونډه پروسږ کال په اکټوبر کې جوړه کړې وه چې په هغې کې یې د افغانستان د ا.ا استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه .

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس