پنجشنبه، د لړم۱۹مه
کابل/ګهیځ: روسیه راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه د یو غونډې له جوړېدو خبر ورکوی خو په دغې غونډه کې د ګډون لپاره افغان چارواکی نه دی بلل شوی.
پرون چهارشنبه (د لړم ۱۸مه) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د روسیې له ټاس خبرې اژانس سره په خبرو کې وویل، چې د ماسکو فارمټ په نوم دغه غونډه به د راتلونکې اونۍ چهارشنبې په ورځ جوړه شی چې د روسیې ترڅنګ د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، هند، قرغیزستان او قزاقستان استازی به یې برخوال وی.
افغان چارواکو ویلی دی چې د مسکو په غونډه کې د دوی نه ګډون پر دوه اړخیزه تعامل منفی اغېز کولی شی او د دوی له ګډون پرته به دا غونډه نیمګړې وی.
روسیې ورته غونډه پروسږ کال په اکټوبر کې جوړه کړې وه چې په هغې کې یې د افغانستان د ا.ا استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه .
گهیځ