معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / راتلونکې درې ورځې د هېواد په ۱۵ ولایاتو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

راتلونکې درې ورځې د هېواد په ۱۵ ولایاتو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۶  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت کې د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې، چې د نن سې شنبې په ګډون به راتلونکې دوه ورځې د هېواد ۱۵ ولایتونه د سختو بارانونو، سېلابونو او بادونو شاهد وي.

د هواپېژندنې د ادارې او همداراز د اوبو اوانرژۍ وزارت په خبرپاڼو کې دغه ولایات بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردک، غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست ښودل شوي دي.

د روان کال د مې میاشتې له نیمایي راهیسې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر لپسې بارانونه اوري او په ډېرو مواردو کې شدید بارانونه د سېلابونه سبب شوي، چې له امله یې سلګونه کسان مړه شوي او ډېر مالي تاوانونه یې اړولي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل او هلمند د سیندیزو حوزو پر غاړو مېشتو خلکو ته خبرداری هم ورکړی، چې د سېلابونو د راوتلو خطر ته پام ولري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس