راتلونکې درې ورځې د هېواد په ۱۵ ولایاتو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۶  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت کې د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې، چې د نن سې شنبې په ګډون به راتلونکې دوه ورځې د هېواد ۱۵ ولایتونه د سختو بارانونو، سېلابونو او بادونو شاهد وی.

د هواپېژندنې د ادارې او همداراز د اوبو اوانرژۍ وزارت په خبرپاڼو کې دغه ولایات بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردک، غزنی، پکتیا، پکتیکا او خوست ښودل شوی دی.

د روان کال د مې میاشتې له نیمایی راهیسې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر لپسې بارانونه اوری او په ډېرو مواردو کې شدید بارانونه د سېلابونه سبب شوی، چې له امله یې سلګونه کسان مړه شوی او ډېر مالی تاوانونه یې اړولی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل او هلمند د سیندیزو حوزو پر غاړو مېشتو خلکو ته خبرداری هم ورکړی، چې د سېلابونو د راوتلو خطر ته پام ولری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.