کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ خبر ورکړی، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین نوې دوره د دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۸مه نېټه پیلیږي.
یاد بنسټ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، دا کمپاین به د ماشومانو ګوزڼ د مخنیوي لپاره ترسره شي، خو لا یې دا نه دي په ډاګه کړي چې څومره ماشومان به تر پوښښ لاندې راولي یا په کومو ولایتونو کې به کمپاین ترسره شي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي، چې پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ لا تر اوسه په کې له منځه نه دی تللی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/