کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ خبر ورکړی، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین نوې دوره د دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۸مه نېټه پیلیږی.
یاد بنسټ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، دا کمپاین به د ماشومانو ګوزڼ د مخنیوی لپاره ترسره شی، خو لا یې دا نه دی په ډاګه کړی چې څومره ماشومان به تر پوښښ لاندې راولی یا په کومو ولایتونو کې به کمپاین ترسره شی.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازینی دوه هېوادونه دی، چې پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ لا تر اوسه په کې له منځه نه دی تللی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ