ګهیځ: نن دوشنبه (د کب ۹مه او د فبرورۍ ۲۷مه نېټه ده) د عامې روغتیا وزارت په پام کې لری چې را روانه میاشت د هېواد په لر او بر کې د کرونا، شری او پولیو واکسین پیل کړی.
د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر ویلی، چې په دې کمپاین کې به له ۵ کلنو کم عمره ماشومانو ته د پولیو او شری واکسین او ځوانانو ته او زړو ته د کرونا ضد واکسین ولګول شی.
د هغه په وینا، د هغو کسانو لپاره چې مخکې یې د کرونا واکسین دوه ډوزونه لګولی، په دغه کمپاین کې به ۳م ډوز یا بوسټر ورکړل شی.
روغتیایی چارواکو په دې وروستیو کې په افغانستان کې په ماشومانو کې د شری ناروغۍ او د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتوالی خبر ورکړی دی.
گهیځ