کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ بورډ ویلی، چې افغان ورو توپ اچوونکی راشدخان د ملا دعملیاتو له امله هند سره د لوبو له لړۍ کېنول شوی دی.
د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ویلی، که څه هم راشدخان به هند کې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړی، خو هند سره دریو شل اوریزو لوبو کې به ونه لوبیږی.
نوموړی زیاته کړې، کرکټ بورډ هندوستان سره د لوبلړۍ د نوملړ د اعلان پر وخت هم دا خبر ورکړی و، چې ښایی راشدخان هندوستان لوبو کې ونه لوبیږی.
راشدخان هند کې د کرکټ د پنځوس اوریز نړیوال جام وروسته د ملا د درد له امله تر درملنې لاندې وو او نوموړی د ملا جراحی عملیات کړی دی.
له همدې امله متحده عرب اماراتو سره د افغان لوبډلې په لوبلړۍ کې هم ونه لوبېده.
ټاکل شوې چې نن ماښام شپږ بجې له هند سره د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه ترسره شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ