کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې مخکښ توپ اچوونکی راشد خان د شل اوریزو لوبو په تاریخ کې تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو.
راشد خان تېره شپه د جنوبی افریقا په شل اوریز تجارتی لیګ کې د یو لوبغاړی دینت ویلالاګی په سوځولو سره خپلې ویکټې ۶۳۳ ته ورسولې او نړیوال ریکارډ یې خپل کړ.
تر دې وړاندې دا ریکارډ د ویسټ انډیز لوبغاړی ډی جې براوو سره و، چې ۶۳۱ ویکټې یې لرلې، خو نوموړی له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کړې ده.
راشد خان دا ریکارډ په ۴۶۱ شل اوریزو لوبو کې ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې ډی جې براوو دا ویکټې په ۵۸۰ لوبو کې اخیستې وې.
راشد خان د خپل بې ساری استعداد له برکته یو ځل بیا د کرکټ په نړۍ کې نوی ریکارډونه جوړ کړل او د افغانستان نوم یې د کرکټ په نړیوال ډګر کې روښانه کړ.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ