راشد خان د محمد شمی د ډېرو وېکټو اخیستو ریکارډ مات کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې ورو توپ‌ اچوونکی راشد خان د ګجرات ټایټنز لوبډلې لپاره د محمد شمی د ډېرو وېکټو اخېستو ریکارډ مات کړ.

د راشد خان پر وړاندې د هندوستان د کرکټ ملی لوبډلې تېز توپ ‌اچوونکی محمد شمی د هند غوره لیګ کرکټ سیالیو کې د ګجرات لپاره تر ټولو زیاتې ۴۸ ویکټې اخېستې وې، چې دغه ریکارډ راشد خان د سنرایزرز حېدر اباد لوبډلې د پیاوړی لوبغاړی کلاسن په سوزولو سره مات کړ او د ګجرات لپاره یې خپله ۴۹مه ویکټ ترلاسه کړه.

راشد خان له ۲۰۲۲ کال را په دېخوا د ګجرات لوبډلې برخه دی، چې تر دې دمه یې د یادې لوبډلې لپاره ۳۶ لوبې ترسره کړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.