معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / راشد خان د هند په سوداګریز کرکټ سیالۍ کې بېګاه شانداره لوبه نندارې ته وړاندې کړه

راشد خان د هند په سوداګریز کرکټ سیالۍ کې بېګاه شانداره لوبه نندارې ته وړاندې کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۳ نېټه):
د هند په سوداګریزو کرکټ لوبو ( IPL) کې پرون د افغان لوبغاړي راشدخان ارمان ۴ وېکټې واخیستې او ۷۹ منډې ترسره کړې.
د هند کرکټ غوره لیګ په پرونۍ لوبه کې راشد خان څلور لوبغاړي وسوځول او ۷۹ چټکې ناسوځېدلې منډې يې وکړې.
توپ وهنه کې نوموړي د ۱۰شپږیزو او ۳ څلوریزو پرمټ ۷۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
راشد چې د ګوجرات ټايټنز لپاره سيالي کوي، پرونۍ لوبه يې د ممبی انډېنز پر وړاندې وه، چې د راشد ښې لوبې سربېره یې هم د ۲۷ منډو په توپير لوبډلې لوبه وبايلله.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس