کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۳ نېټه):
د هند په سوداګریزو کرکټ لوبو ( IPL) کې پرون د افغان لوبغاړی راشدخان ارمان ۴ وېکټې واخیستې او ۷۹ منډې ترسره کړې.
د هند کرکټ غوره لیګ په پرونۍ لوبه کې راشد خان څلور لوبغاړی وسوځول او ۷۹ چټکې ناسوځېدلې منډې یې وکړې.
توپ وهنه کې نوموړی د 10شپږیزو او ۳ څلوریزو پرمټ ۷۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
راشد چې د ګوجرات ټایټنز لپاره سیالی کوی، پرونۍ لوبه یې د ممبی انډېنز پر وړاندې وه، چې د راشد ښې لوبې سربېره یې هم د ۲۷ منډو په توپیر لوبډلې لوبه وبایلله.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ