ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وری ۱۴مه او د اپرېل ۳مه نېټه ده) د رسنیو د راپورونو له مخې په ایران کې د ځینو ښارونو چارواکو ایرانی وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانانو ته د کار له ورکولو او دوی ته د ځای ځایګی له چمتو کو ډډه وکړی.
ایرانی حکومت خبرداری ورکړی، چې که ایرانی وګړو افغانانو ته کار یا کور ورکړی و، نو د حکومت له لوری به تعقیب او مجازات شی.
همدا راز له ایرانی وګړو غوښتل شوی چې د افغان کډوالو ځایونه ور وښیی.
هغه افغانې کورنۍ چې، د کور غړی یې په ایران کې مسافر دی، له افغانانو سره د ایرانی وګړو ورستی بد چلند تاییدوی.
د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال هم ویلی چې دوی هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ایران وباسی او تر څنګ یې پر پوله تدابیر ډېر کړی او د زرګونه افغان کډوالو د ورتګ مخنیوی هم کوی.
گهیځ