رسنۍ او په ټولنه کې یې د ستاینې وړ ونډه

رسنۍ او په ټولنه کې یې د ستاینې وړ ونډه

له بهرنیو سرچینو څخه

ژباړه: فوزیه حسن خیله

هغه ورځې لاړې، کله به چې دولتونو د معلوماتو په پټولو سره عام وګړی په تیاره کې ساتل او په دې کار کې به بریالی کېدل، اوس رسنۍ ویښې دی او هر وخت یې په پوره چمتووالی سره دوی تر نظر لاندې نیولی دی. د تحقیقی ژورنالېزم له ودې سره رسنۍ د دولت یوه مهمه پایه ګرځېدلې ده.

پخوا به د سیاستونو او پالیسیو د جوړښت پر وخت یوازې د اشرافو ګټې ساتل کېدې او عامو وګړو ته هېڅ رښتینی معلومات نه رسېدل، ځکه چې د رسولو لپاره شخصی ټلویزیونونه نه وو او دولتی ټلویزیونونو به د دولت د ګټو خیال ساته او واقعیتونه به یې پټول. د معلوماتو سرچینې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د واکدارو اشرافو تر اغېز لاندې وې، خو دا هر څه په ډېره بېړه بدل شول، په ډېرې تیزۍ سره بریښنایی او چاپی اغیزناکې رسنۍ خپرې شوې او دغو رسنیو د واکداره طبقې د هغو منفی معاملو پټول ګران کړل چې خپلې شخصی ګټې به یې ترې تر لاسه کولې او آن په پرمختللیو هېوادونو کې د سیاستونو د جوړېدو روڼوالی د همدې پایله ده.

په اوسنی عصر کې د رسنیو ونډه یوازې د معلوماتو تر رسولو پورې نده محدوده، اوس د ولس ذهنیت جوړونه هم د رسنیو دنده ده تر څو د ملی او نړیوالو مسایلو او همدارنگه د ټولنیزو او اقتصادی مسایلو په اړه د ولس په ذهنونو کې پوهه او شعور را پیدا کړی. رسنۍ پر دولتی سیاستونو، پالیسیو او معاملاتو باندې د انتقادی تحلیلونو او بحثونو د خپرولو له لارې، د هغوی مثبت او منفی اړخونه را برسیره کوی او دا کړنه د دولت د سیاستونو سره د موافق یا مخالف نظر په را منځ ته کولو کې مرسته کوی.

په همدې توګه رسنۍ د ولس د نظریاتو په جوړولو کې هم بنسټیزه ونډه لری، او د همدې په پایله کې اوس حکومتونه اړ دی چې د پالیسیو په جوړولو کې وړو وړو مسایلو ته هم پام وکړی. له هغه وخت نه چې ژورنالیستانو د حکومت په پالیسیو کره نیوکې او تحلیلونه پیل کړی دی، د قوم او ولس د ساتونکی حیثیت یې غوره کړی، که چېرې کوم حکومت داسې پالیسی جوړوی چې په ټولنیز ډول ضرر رسوونکې وی نو د رسنیو د سختو نیوکو له امله یې پر خلاف د عامو وګړو پاڅونونه را ولاړېدای شی، همدارنګه د یوه څارونکی په توګه د رسنیو دا رول دومره اغیزناک دی چې آن کله نا کله حکومتونه د خپلو ترسره کړیو پرېکړو بدلولو او په شا تګ ته هم اړ باسی.

د ولسی څارونکی په توګه د رسنیو ونډه ده چې رسنیو ته یې د ولسی ترجمان او ویاند حیثیت ورکړی دی، ځکه رسنۍ د خلکو آواز تر لوړ پوړیو چارواکو پورې له بېلابېلو لارو رسوی، او که چېرې یو سیاست یا پالیسی داسې وی چې په هغې کې د هېواد ګټې نغښتې وی خو عام وګړی لا ترې خبر نه وی او ولس ورته لا هرکلی نه وی ویلی، رسنۍ کولای شی ددې ډول پالیسۍ یا سیاست په ګټه د ولس ذهنیت جوړ کړی. خو دا هم باید له یاده و نه باسو چې په ژورنالیستانو کې هم ځینی وخت له خپلو پولو څخه تېری لیدل کېږی. کله نا کله د ژوندیو خپرونو په ترڅ کې لېدل کېږی چې د خپرونې په ترڅ کې د یوې موضوع د سمو معلوماتو د وړاندې کولو پر ځای د رسنیو د مالکانو د خوښې او رضایت مطابق، بحث او خبرې اترې یوه خاص سمت ته د لېږدولو هڅه کوی.

په ژورنالیزم او رسنیز کار کې د دا ډول منفی ګرایی خواته میلان، د بې پرې، با هدفه او مثبت ژورنالیزم سره توپیر لری او دا ډول ژوندی سیاسی بحثونه د ستونزو د حلولو پر ځای ستونزې او ابهامات نور هم زیاتوی. په همدې بڼه په پرله پسې بڼه د ” بېړنی یا عاجل خبر ” پر له پسې خپرول د رقابت او بېړې په دې عصر کې، د مسؤولیت نه مننې رویه پیاوړې کوی.ځکه کله نا کله د درجه بندۍ په دې منډه کې ملی ګټو ته هم تاوان رسیدلای شی او ملی ادارې تر بې ځایه نیوکو لاندې راځی.

د برېښنایی رسنیو د داسې بې پروا چلند د سمولو لپاره، باید د ددې کار لاملونو ته پاملرنه وشی، ځکه نو د برېښنایی رسنیو د ونډې سمولو لپاره باید اصول او قوانین له سره تر نظر تېر شی او په جدیت سره باید د رسنیو سمه پالیسی جوړه شی. د رسنیو د کړنو له پر له پسې څارنې سره کولای شو هغوی تر دې هم زیاتې ګټورې او فعالې وساتو. په هېواد کې په بشپړ ډول د ډېموکراسۍ د واکمنۍ لپاره باید نن رسنۍ د مشر او قاید رول و لوبوی، په هېواد کې د بدلون خبرې خو ډېرې کېږی، خو د هغو کسانو رسوا کول چې له ډېموکراسۍ څخه یوازې د یوه شعار په بڼه کار اخلی، باید د رسنیو لومړنی کار و اوسی او د رښتینی بدلون لپاره د مثبتو، جدی او پیاوړو هڅو کوونکو رسنیو ملاتړ وشی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.