شرنه- ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۲۳مه ۱۴۰۱):
د ملګرو ملتو سازمان د کډوالو د چارو کمشنري UNHCR غواړي د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې زلزله ځپلیو وګړیو ته روانه اوونۍ په سلګونو کورونه وسپاري.
دا اقدام په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د پکتیکا د بلې ولسوالۍ، ګیان زلزله ځپلي وګړي هم ادعا لري چېکه یې غم ژر تر ژره ونه خوړل شي تر زلزلې به د یخنۍ له امله د قربانیانو شمېر زیات شي.
بل خوا د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو کمشنري وایي چې د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پنځه سوه کورونو د جوړېدو چارې وروستۍ مرحلې ته رسېدلي دي.
د یادولو ده چې په تېر اوړي کې زلزلې د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیو او د خوست په سپېره ولسوالۍ کې په زرګونو کورونه ونړول چې تر زرو ډېر کسان پهکې ووژل شول او په زرګونو نور ټپیان شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د ادارې(یو این ایج سي ار) د رسنیو مسوول پیتر کسلر وایي چې، روانه اوونۍ به پنځه سوه کورونه په برمل ولسوالۍ کې تکميل شي او له ژمنې سره سم به نور کورونه هم په نژدې راتلونکي کې زلزله ځپلیو ته ودان شي.
نوموړي وويل: ” د یو این ایچ سي ار له خوا پنځه سوه کورونه د جوړېدو په وروستۍ مرحله کې دي نور دوه سوه کورونه به د کال تر اخره بشپړ شي او د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې به موږ نور درې سوه کورونه تکمیل کړو، په دې ډول به په برمل ولسوالۍ کې ټول زر کورونه زلزله ځپلیو ته ودان شي.”
د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو اداره ژمنه کوي چې راتلونکی میلادي کال به، چې پیلېدو ته یې تر دریو اونیو لږ وخت پاتې دی په ګیان ولسوالي او د خوست په سپېره ولسوالي کې د زلزله ځپلیو لپاره دیارلس سوه کورونه جوړ کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/