کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی معاونیت ویلی، په روانې غویی میاشت کې د اوبو مدیرت، ټرانسپورټ او صنعت سکټورونو په برخه کې د ۴۴.۲۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۸ پروژې پرانیستل شوې دی.
د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، د ټرانسپورټ سکټور کې د ۳۳ میلیارده او ۳۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د هرات – غور لویې لارې، د کابل خېرخانې کوتل سړک دوهمې برخې له شهید څلور لارې تر قصبې سړک او د کابل له هوایی ډګره تر ګمرک پورې نښلوونکی سړک پروژې شاملې دی، چې د سرپرست حکومت له بودیجې تمویلیږی.
دغه راز د صنعت په برخه کې بیا د ۲ میلیارده ۴۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د خصوصی سکټور له لوری هرات ولایت کې د درملو تولید دوو فابریکو او د غیرالکولی مشروباتو یوې فابریکې پرانیستل کېدل شامل دی.
د مسوولینو په وینا دغه راز د سرپرست حکومت له بودیجې د ۸ میلیارده او ۴۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو مدیریت په برخه کې د پاشدان بند د پاتې چارو پیلول شامل دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ