معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روان زېږدیز کال به په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۸ لکه ۷۵ زرو ته ورسېږي

روان زېږدیز کال به په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۸ لکه ۷۵ زرو ته ورسېږي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، اټکل کوي چې روان زېږدیز کال به په افغانستان کې د هغو ماشومانو شمېر چې له سختې خوارځواکۍ کړېږي، ۸ لکه ۷۵ زرو ته ورسېږي.
د خوړو د نړیوال پروګرام یا WFP په باور د دغې کال په دوام به ۲ میلیونه او ۳ لکه نور ماشومان هم په خوارځواکۍ اخته شي.
د دغې ادارې ویاند فیلیپ کروپ ویلي، که چېرته په افغانستان کې د درېیم کال په مخه وچکالي شوه، نو په دې شمېرو کې ممکن روان کال شل سلنه زیاتوالی راشي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس