کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
د خوړو نړیوال پروګرام ویلی، اټکل کوی چې روان زېږدیز کال به په افغانستان کې د هغو ماشومانو شمېر چې له سختې خوارځواکۍ کړېږی، ۸ لکه ۷۵ زرو ته ورسېږی.
د خوړو د نړیوال پروګرام یا WFP په باور د دغې کال په دوام به ۲ میلیونه او ۳ لکه نور ماشومان هم په خوارځواکۍ اخته شی.
د دغې ادارې ویاند فیلیپ کروپ ویلی، که چېرته په افغانستان کې د درېیم کال په مخه وچکالی شوه، نو په دې شمېرو کې ممکن روان کال شل سلنه زیاتوالی راشی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ