معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روان ژمي کې په زرګونو معتادین د درملنې په موخه راټول کړی شول

روان ژمي کې په زرګونو معتادین د درملنې په موخه راټول کړی شول

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
کورنیو چارو وزارت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د ولایتونو د همغږۍ ریاست مشر جلال عزیزي د دغه معتادینو د راټولولو پرمهال ویلي، د یادو معتادینو د درملنې لپاره په کابل ښار کې د ۵ زره بستریز کمپلکس ترڅنګ ۳ زره بستریز کمپلکس هم چمتو شوی دی.
د نوموړي په خبره چې د اړتیا پر مهال د څرخي پله زندان هم د معتادینو د درملنې لپاره په نظر کې نیول شوی دی.
کابل ښار کې پل سوخته چې تر دې وړاندې د معتادینو د شتون لوی ځای ښودل کېدۀ، د راپورونو له مخې اوس له معتادینو څخه په بشپړه توګه پاک شوی دی.
د کابل په ګډون سرد سېرو ولایاتو کې د ژمي موسم پرمهال د یخنۍ له امله هر کال یو شمېر معتادینو خپل ژوند هم بایللی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس