کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
کورنیو چارو وزارت کې له نشه یی توکو سره د مبارزې معینیت د ولایتونو د همغږۍ ریاست مشر جلال عزیزی د دغه معتادینو د راټولولو پرمهال ویلی، د یادو معتادینو د درملنې لپاره په کابل ښار کې د ۵ زره بستریز کمپلکس ترڅنګ ۳ زره بستریز کمپلکس هم چمتو شوی دی.
د نوموړی په خبره چې د اړتیا پر مهال د څرخی پله زندان هم د معتادینو د درملنې لپاره په نظر کې نیول شوی دی.
کابل ښار کې پل سوخته چې تر دې وړاندې د معتادینو د شتون لوی ځای ښودل کېدۀ، د راپورونو له مخې اوس له معتادینو څخه په بشپړه توګه پاک شوی دی.
د کابل په ګډون سرد سېرو ولایاتو کې د ژمی موسم پرمهال د یخنۍ له امله هر کال یو شمېر معتادینو خپل ژوند هم بایللی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ