معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روان کال بغلان کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت استنادي دېوالونه جوړ شوي

روان کال بغلان کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت استنادي دېوالونه جوړ شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۰ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ويلي، چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د دې ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان په مالي لګښت د افغانستان ټولنیز ملاتړ موسسې په مرکزي بغلان او فرنګ ولسوالیو کې د څه باندې ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادي دېوال او د اوبو د  کوچینو دهنو درې پروژې بشپړې کړې دي.

د راپور پر بنسټ، د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د برنامو آمر انجنیر وسیم رشیدي ويلي، چې د دې ولایت په مرکزي بغلان او فرنګ ولسوالیو کې د کلیو او پراختیا ریاست په همغږۍ، د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، د افغانستان د ټولنیز ملاتړ مؤسسې د درې پروژو په چوکاټ کې ۲۲۶۰ متره استنادي دېوال او دغه راز ۲۲ د اوبو وړې دهنې جوړې کړي دي

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس