روان کال بغلان کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت استنادی دېوالونه جوړ شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۰ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلی، چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د دې ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان په مالی لګښت د افغانستان ټولنیز ملاتړ موسسې په مرکزی بغلان او فرنګ ولسوالیو کې د څه باندې ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادی دېوال او د اوبو د  کوچینو دهنو درې پروژې بشپړې کړې دی.

د راپور پر بنسټ، د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د برنامو آمر انجنیر وسیم رشیدی ویلی، چې د دې ولایت په مرکزی بغلان او فرنګ ولسوالیو کې د کلیو او پراختیا ریاست په همغږۍ، د خوړو نړیوال سازمان په مالی ملاتړ، د افغانستان د ټولنیز ملاتړ مؤسسې د درې پروژو په چوکاټ کې ۲۲۶۰ متره استنادی دېوال او دغه راز ۲۲ د اوبو وړې دهنې جوړې کړی دی

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.