روان کال به ۱۲ نیم میلیونه افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ شی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام WFP ویلی، د روان زېږدیز کال له می میاشتې څخه تر اکتوبر پورې به ۱۲ میلیونه ۴۰۰زره افغانان د خوړو له شدید نه‌ خوندیتوب سره مخامخ شی.

دغې ادارې زیاته کړې، چې له دې شمېرې کابو دوه مېلیونه تنه یې خوراکی توکو ته بیړنۍ اړتیا لری.

د خبر پر بنسټ افغانستان کې د درې اعشاریه نهو میلیونه تنو له ډلې چې دوه اعشاریه اته میلیونه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دی، په شدیدې خوارځواکۍ اخته شوی دی.

بل لور د اقتصاد وزارت په افغانستان کې د خوړو د نه‌ خوندیتوب علت د بندیزونو لګول، د هېواد د اسعاری زېرمو کنګل کېدل او اقلیمی بدلونونه یاد کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.