کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلی، چې په دغه ولایت کې د روان ۱۴۰۳ کال پرمهال د پوهنې برخه کې د څه باندې ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۱ بېلابېلې پروژې پلې کړی.
د پوهنې ریاست د مسوولینو په وینا، له دغو پروژو څخه ۲۲ ښوونځی او دینی مدرسې د پوهنې وزارت له بودیجې ترمیم شوی او د پاتې ۱۲ اساسی او ۷ نورې پروژې د یونېسف په مالی ملاتړ بشپړې شوی.
یادې پروژې د میدان ښار په ګډون د ولایت ټولو ولسوالیو کې پلې شوی، چې د مسوولینو په وینا لرې پرتو سیمو ته په کې ځانګړې توجو شوې.
د یادولو وړ ده، دغه پروژې د ښوونځیو او دینی مدرسو ترڅنګ کتابتونونه او نورې اړوندې اسانتیاوې هم لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ