معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روان کال هېواد کې پر ۱۵ سترو پروژو کار پیل شوی

روان کال هېواد کې پر ۱۵ سترو پروژو کار پیل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، روان کال یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۵ سترو اقتصادي پروژو چارې پیل کړي.

اقتصادي معاونیت زیاته کړې، دغو پروژو کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې عملي چارو پیل، طوطي میدان ګازو استخراج، هرات – غور سړک، کابل – غزني دوهم لین سړک، د کابل ښار یو شمېر مهم سړکونه، د پاشدان بند پاتې چارو پیل، کابل هوایي ډګر کې د معیاري انتظار خونې جوړولو چارو پیل او پر پلتوني بند د کار پیلول شامل دي.

همداراز په همدې موده کې د اغا جان بند جوړول، د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ څلورمې دوهمې برخې پیل، مس عینک پروژې ته غځېدلي سړک جوړول، ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د سکنرونو نصبول، ۲۳ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه او د ارغندۍ سب سټېشن د پاتې چارو پراختیا نورې هغه پروژې دي چې روان کال یې چارې پیل شوې دي.

دوی ویلي، دغه پروژې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د حکومت په پراختیایي بودیجه پیل شوې، چې لسګونو زرو کسانو ته د کار زمینه هم په کې برابره شوې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس