کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادی معاونیت ویلی، روان کال یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۵ سترو اقتصادی پروژو چارې پیل کړی.
اقتصادی معاونیت زیاته کړې، دغو پروژو کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپی پروژې عملی چارو پیل، طوطی میدان ګازو استخراج، هرات – غور سړک، کابل – غزنی دوهم لین سړک، د کابل ښار یو شمېر مهم سړکونه، د پاشدان بند پاتې چارو پیل، کابل هوایی ډګر کې د معیاری انتظار خونې جوړولو چارو پیل او پر پلتونی بند د کار پیلول شامل دی.
همداراز په همدې موده کې د اغا جان بند جوړول، د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ څلورمې دوهمې برخې پیل، مس عینک پروژې ته غځېدلی سړک جوړول، ۱۲ ګمرکی بندرونو کې د سکنرونو نصبول، ۲۳ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه او د ارغندۍ سب سټېشن د پاتې چارو پراختیا نورې هغه پروژې دی چې روان کال یې چارې پیل شوې دی.
دوی ویلی، دغه پروژې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د حکومت په پراختیایی بودیجه پیل شوې، چې لسګونو زرو کسانو ته د کار زمینه هم په کې برابره شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ