روان کال ټول هېواد کې ۴۰ ټنه زعفران راټول شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د زعفران کارانو ټولنې له لوری خپرې شوې شمېرې ښیی، چې روان کال په ټول هېواد کې ۴۰ ټنه زعفران راټول شوی، په داسې حال کې چې تېر کال دغه حاصلات ۳۰ ټنه وو.

دغه اندازه زعفران د ۴۰ میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت امریکا متحده ایالاتو، اروپا، چین، هند، سعودی عربستان او عمان ته صادر شوی وو.

افغانستان په نړۍ کې د زعفرانو د تولید په برخه کې دوهم لوی هېواد دی، چې د څو پرلپسې کلونو لپاره په دغې برخه کې د کېفیت له اړخه لومړی مقام خپلوی.

د زعفرانو صادرونکو شرکتونو ځینې مسوولین وایی، د بانکی محدودیتونو له امله له بېلابېلو هېوادونو پیسې د صرافیو له لارې په زیات لګښت سره ترلاسه کوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.