کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په یوه خپاره کړی راپور کې ویلی، چې هر کال په افغانستان کې د شری نارغۍ د پېښو راپورونه ورکول کیږی، خو روان کال په هرات، بلخ او هلمند ولایتونو کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.
د بې پولې ډاکترانو ټولنې ویلی، چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان د درېیو ولایتونو روغتیایی مرکزونه چې دوی یې اداره یا ملاتړ کوی، د شری ناروغۍ زیاتې پېښې یې ثبتې کړې دی.
دغې ټولنې زیاته کړې چې شری ناروغۍ تر ډېره کوچنی او نوی زېږدلی ماشومان اغېزمن کړی دی.
په راپور کې دغه راز راغلی چې بې پولې ډاکترانو د روان کال د جنورۍ او اپریل ترمنځ پر شری اخته د نږدې ۵ زرو ماشومانو درملنه کړې ده.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلی و، چې په افغانستان کې پر ساری ناروغیو د اخته کسانو شمېر پام وړ زیات شوى دى.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ