معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روان کال ۷۳ غیر دولتي بنسټونو ته د فعالیت جوازونه وېشل شوي

روان کال ۷۳ غیر دولتي بنسټونو ته د فعالیت جوازونه وېشل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصاد وزارت مسوولینو ویلي، چې د روان لمریز کار کال له پيله تراوسه یې ۷۳ غیر دولتي بنسټونو ته د فعالیت جوازونه وېشلي دي.

د اقتصاد وزارت ویاند زیاته کړې، چې د ۷۳ غیر دولتي بنسټونو له منځه دوه یې بهرني بنسټونه دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې دا مهال په ټول هېواد کې ۲ زره ۴۷۷ غیردولتي موسسې فعالیت کوي، چې له دې منځه ۲زره ۱۹۹ کورنۍ او ۲۷۸ بهرنۍ موسسې دي.

بل لور د کانونو او صنایعو خونه د کورنیو او بهرنیو غیردولتي ادارو فعالیت د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د هېواد د اقتصاد په وده کې اغېزناک ګڼي او ټینګار کوي، هغه ادارې چې د  بشري مرستو په برخه کې فعالیت کوي، باید خپلې مرستې په زیر بنایي برخو کې ولګوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس