روان کال ۷۳ غیر دولتی بنسټونو ته د فعالیت جوازونه وېشل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصاد وزارت مسوولینو ویلی، چې د روان لمریز کار کال له پیله تراوسه یې ۷۳ غیر دولتی بنسټونو ته د فعالیت جوازونه وېشلی دی.

د اقتصاد وزارت ویاند زیاته کړې، چې د ۷۳ غیر دولتی بنسټونو له منځه دوه یې بهرنی بنسټونه دی.

د دغه وزارت ویاند زیاتوی چې دا مهال په ټول هېواد کې ۲ زره ۴۷۷ غیردولتی موسسې فعالیت کوی، چې له دې منځه ۲زره ۱۹۹ کورنۍ او ۲۷۸ بهرنۍ موسسې دی.

بل لور د کانونو او صنایعو خونه د کورنیو او بهرنیو غیردولتی ادارو فعالیت د کاری فرصتونو په رامنځته کولو او د هېواد د اقتصاد په وده کې اغېزناک ګڼی او ټینګار کوی، هغه ادارې چې د  بشری مرستو په برخه کې فعالیت کوی، باید خپلې مرستې په زیر بنایی برخو کې ولګوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.