کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۷ مه نېټه):
د روزګان په ولایتی روغتون کې سرطبیب ډاکتر عبدالغفار وطنوال ویلی، د روزګان په ولایتی روغتون کې نویو زېږېدلو ماشومانو ته د ځانګړې پاملرنې څانګه جوړه شوې.
نوموړی زیاته کړې، چې د دغې څانګې د جوړېدو ترڅنګ د اوبو، برېښنا او ناپاکو اوبو د وېستلو سیستم فعالولو څلور نورې پروژې هم بشپړې شوی دی.
ولایتی روغتون کې په دغو څلورو پروژو شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانۍ لگښت راغلی، چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یونسېف له لوری ورکړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ