روسی شرکتونو او بنسټونو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د هېواد له سیاسی مرستیال سره لیدنه کړې.

د خبر پر بنسټ، دغه لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر تاتارستان کې د روسیې او اسلامی نړۍ په ۱۵مې نړیوالې اقتصادی غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د خپل ګډون په اړه راپور ورکړی او دا غونډه یې د افغانستان د صادراتو او سوداګرۍ په برخه کې له لاسته راوړنو ډکه بللې ده.

نورالدین عزیزی زیاته کړې، چې دغه غونډه کې روسی شرکتونو او بنسټونو په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.

په ورته مهال سیاسی مرستیال د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه سفر مثبت بللی او ویلی یې دی، چې سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو دا ډول سفرونه د دې څرګندونه کوی، چې سرپرست حکومت د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په ګډون له نړۍ سره د سیاسی، اقتصادی او کلتوری اړیکو پر اساس تعامل غواړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.