ګهیځ نیوز: نن یکشنبه ( زمری/اسد ۳۰مه او د اګسټ میاشتې ۲۱مه نېټه ده) د راپورونو له مخې، روسیه او چین غواړی د افغانستان د ا.ا حکومت ۱۳ مشرانو ته د سفری معافیت موده ۹۰ ورځې نوره هم وغځول شی.
امریکا او لویدیځ هېوادونه بیا مخالفت کوی او وایی دا معافیت له یو لړ اضافی جغرافیوی محدودیتونو سره ۶ کسانو ته راټیټوی.
امریکا او متحدان یې وایی دا ګام ځکه اخلی چې د ا.ا حکومت د ښځو حقونو رعایت او د ټولګډونی حکومت جوړولو په تړاو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
خو د ا.ا مشران بیا د امریکا دغه ادعاوې ردوی، دوی وایی ښځو ته د اسلام په اډانه کې خپل حقونه ورکوی او حکومت هم ټولګډونه دی، چې د هر قوم او سمت خلک په حکومت کې شامل دی.
گهیځ