کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۷):
د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وایی، سره له دې چې د اتومی جګړې ګواښ زیاتېږی، خو په وینا یې روسی چارواکی به لومړی خپلې دا وسلې ونه کاروی.
پوتین ټینګار کړی، چې هېواد به یې یوازې په هغه صورت کې د پراخې ویجاړۍ رامنځته کوونکې وسلې وکاروی، چې برید پرې وشی.
د روسیې د بشری حقونو شورا په کلنۍ غونډه کې د خبرو پر مهال پوتین دا هم ویلی چې په اوکراین کې روانه جګړه به یو اوږد بهیر وی.
پوتین دغه څرګندونې په داسې مهال کوی چې د لوېدیځو چارواکو په باور پوتین په لومړی سر کې د ژر بریا او د اکراین د نیولو پلان درلود.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ