معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روسیې افغان لوري سره د رسمیت پېژندو په اړه خبرې کړي

روسیې افغان لوري سره د رسمیت پېژندو په اړه خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه لومړی نېټه):
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویلی شوي، چې افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي ضمير کابلوف د سرپرست افغان حکومت د بهرنيو چارو له وزير سره لېدنه کې د نړۍ او په تېره بیا د روسیې له‌خوا د اوسني افغان حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې شوي.
اعلامیې کې راغلي، چې کابلوف کابل ته په خپل وروستي سفر کې د دوه اړخیزو اړیکو، د سوداګریزو چارو د پراختیا، اقتصادي، کلتوري، روزنیزو، له ترهګرو ډلو او همدا راز له نشه‌ يي توکو سره د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په تړاو هم خبرې کړي دي.
د افغان خارجه وزارت د ویاند مرستیال هم رسنیو ته په یو استول شوي غږیز کلیپ کې ویلي، چې کابلوف د دغې لیدنې پرمهال ګڼو برخو کې افغان لوري سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.
تر دې وړاندې هم د مالیزیا، چین او روسیې په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازي افغانستان ته د خپل سفر او چارواکو سره د لیدنو پر مهال د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې او بحثونه کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس