روسیې افغان لوری سره د رسمیت پېژندو په اړه خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه لومړی نېټه):
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوری په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویلی شوی، چې افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره لېدنه کې د نړۍ او په تېره بیا د روسیې له‌خوا د اوسنی افغان حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې شوی.
اعلامیې کې راغلی، چې کابلوف کابل ته په خپل وروستی سفر کې د دوه اړخیزو اړیکو، د سوداګریزو چارو د پراختیا، اقتصادی، کلتوری، روزنیزو، له ترهګرو ډلو او همدا راز له نشه‌ یی توکو سره د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په تړاو هم خبرې کړی دی.
د افغان خارجه وزارت د ویاند مرستیال هم رسنیو ته په یو استول شوی غږیز کلیپ کې ویلی، چې کابلوف د دغې لیدنې پرمهال ګڼو برخو کې افغان لوری سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.
تر دې وړاندې هم د مالیزیا، چین او روسیې په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازی افغانستان ته د خپل سفر او چارواکو سره د لیدنو پر مهال د اوسنی حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې او بحثونه کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.