کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پوليټیکل سکای او دفاع عربي رسنیو راپور ورکړی، چې په منځني ختیځ کې د شخړو له زیاتېدو وروسته روسیې د ایران اټومي تاسیساتو د ساتنې په موخه د S-400 اوږد واټن ویشتونکی هوایي دفاعي سیسټم استولی.
د روسیې له لوري ایران ته د اس ۴۰۰ هوایي دفاعي سیسټم د ورکړې راپورونه په داسې مهال ورکول کیږي، چې تېره اونۍ ایران د حزب الله ډلې مشر حسن نصر الله او حماس جهادي غورځنګ د مخکیني مشر اسماعیل هینة د شهادت په غبرګون کې پر اشغالګر اسراییلو پراخ توغندیز بریدونه وکړل، چې د راپورونه له مخې دې برېدونو کې د اسراییلو درې پوځي اډې په بشپړه توګه ویجاړې کړې.
تر دې بریدونو وروسته اوس د اسراییلي پوځ د راډیو په وینا اسراییل هم پر ایران د ځوابي برید لپاره پر چمتوالي کار روان کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/