کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پولیټیکل سکای او دفاع عربی رسنیو راپور ورکړی، چې په منځنی ختیځ کې د شخړو له زیاتېدو وروسته روسیې د ایران اټومی تاسیساتو د ساتنې په موخه د S-۴۰۰ اوږد واټن ویشتونکی هوایی دفاعی سیسټم استولی.
د روسیې له لوری ایران ته د اس ۴۰۰ هوایی دفاعی سیسټم د ورکړې راپورونه په داسې مهال ورکول کیږی، چې تېره اونۍ ایران د حزب الله ډلې مشر حسن نصر الله او حماس جهادی غورځنګ د مخکینی مشر اسماعیل هینه د شهادت په غبرګون کې پر اشغالګر اسراییلو پراخ توغندیز بریدونه وکړل، چې د راپورونه له مخې دې برېدونو کې د اسراییلو درې پوځی اډې په بشپړه توګه ویجاړې کړې.
تر دې بریدونو وروسته اوس د اسراییلی پوځ د راډیو په وینا اسراییل هم پر ایران د ځوابی برید لپاره پر چمتوالی کار روان کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ