کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې روسی رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ځواکونو په پسکوف ښار کې ۱۵ تنه ناقانونه کډوال نیولی او وېستلی دی.
د راپور پر بنسټ دغه کډوال د افغانستان، کینیا، سریلانکا او قزاقستان وګړی دی، چې هڅه یې کوله په ناقانونه توګه له پولې تېر او اروپا ته ولاړ شی.
د روسیې د قوانینو له مخې وېستل شوی وګړی تر راتلونکو پنځو کلونو پورې دغه هېواد ته بیا نه شی دننه کېدای.
د روسیې حکومت شمېرې ښیی چې د روان کال له پیل راهیسې د دغه هېواد امنیتی ځواکونو یوازې د پسکوف له ښاره ۵۲۰ بهرنی وګړی له روسیې څخه وېستلی دی.
دغه شمېرې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو په پرتله نږدې درې برابره زیاتوالی ښیی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ