کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس او مل پلاوی روسیې ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د ولسمشر له سلاکار رمضان عبدالطیف اوف سره لیدلی.
په دې لیدنه کې رمضان، افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې روسیه به افغانستان کې د پانګونې په موخه راتلونکی کال کې د روسیې ـ افغانستان دوستی کنفرانس جوړ کړی.
ورته مهال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس بخت الرحمن شرافت دوی ته ډاډ ورکړی، چې سرپرست حکومت د پانګونې په برخه کې له پانګوالو سره اړینه همکاری کوی او په دې برخه کې هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابروی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ