کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د روسیې سفیر د سرپرست حکومت سیاسی مرستیال ته د تاتارستان په کازان ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، دیتمری ژیرنوف د سرپرست حکومت له سیاسی مرستیال سره په لیدنه کې ویلی، روسیه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو ده.
د خبرپاڼې له مخې نوموړی ویلی، هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا غوښتونکې ده.
د خبرپاڼې له قوله د روسیې د سفیر په وینا د سرپرست حکومت او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پراختیا کولای شی، د سیمې ثبات او د افغانستان له اقتصادی پیاوړتیا سره مرسته وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ