روسیې سره د ۱۷۴ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه – ورکړه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې د روان کال له پیل راهیسې روسیې سره د ۱۷۴ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه – ورکړه شوې.

د دغه وزارت ویاند ویلی، له دې منځه ۲ اعشاریه دوه میلیونه ډالر صادرات شوی، چې مهم توکی یې ممیز، معدنی ډبرې، وچ انځر او پیاز دی.

روسیه له هغو هېوادونو ده، چې هر کال ترې د څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات ترسره کیږی، خو د وارداتو پرتله صادرات ډېر کم دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلی، له روسیې سره د تېلو، ګازو او غنمو د وارداتو په برخو کې ځینې تړونونه شوی، چې اړتیا ده دا تړونونه عملی شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.