کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۷ نېټه):
سره له دې چې د سرپرست افغان حکومت چارواکو په کراتو د رسمیت پېژندلو لپاره هڅې کړی، تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګی لاوروف ویلی، چې مسکو به د افغانستان سرپرست حکومت تر هغه وخته په رسمیت ونه پېژنی، چې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو په ګډون د نړیوالو معیارونو په اساس خپل مکلفیتونه ترسره نه کړی.
لاوروف دا څرګندونې د ملګرو ملتونو په مقر کې په یوه خبری غونډه کې کړې دی.
نوموړی زیاته کړې، چې طـ.البان یو حقیقت دی او باید خبرې ورسره وشی، خو زیاته یې کړه چې اساسی بشری حقونو، له هغې ډلې د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی هم د رسمیت پېژندنې له مهمو معیارونو څخه دی.
د افغانستان سرپرست حکومت تر دا دمه د روسیې دغو څرګندونو ته په غبرګون کې څۀ نۀ دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ