کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلی، په مې میاشت کې یې نږدې یونیم میلیون افغانانو ته روغتیایی خدمتونه رسولی دی.
دې سازمان تېره ورځ ویلی، چې دغه خدمتونه یې تر خپل پوښښ لاندې د افغانستان د ۱ زر ۱۸ روغتیایی مرکزونو له لارې رسولی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلی، چې د دې سازمان او نورو شریکانو زیاتره مرستې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې پر خوارځواکۍ اخته له امېندوارو ښځو او ماشومانو سره شوی دی.
یاد سازمان همدارنګه زیاته کړې، چې په دې موده کې یې په افغانستان کې ۶۹ روغتیایی مرکزونو ته ۴۳ ټنه د طبی او غیرطبی وسایلو او تجهیزاتو مرستې رسولې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ