کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۷ مه نېټه):
دغې سازمان ویلی، له پولیو څخه د یوه خلاص افغانستان لپاره اړینه ده چې کوچنی ماشومان د پولیو پر ضد په هر کمپاین کې واکسین شی.
د روغتیا سازمان زیاته کړې، چې پولیو یوه لاعلاجه ناروغی ده، خو یوازې هغه مهال یې مخه نیول کېدای شی، چې ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په هر کمپاین کې د پولیو پر ضد واکسن شی.
د پولیو ضد واکسین په هغه کمپاین کې چې په تېره جنورۍ میاشت کې د افغانستان په شاوخوا ۱۵ ولایتونو کې ترسره شو، له پنځو کلونو کمعمره ۵،۳ میلیونه ماشومان واکسین شوی و.
په افغانستان کې تېر ۲۰۲۲ کال د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال تر اوسه د پولیو هېڅ یوه پېښه نه ده ثبت شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ