روغتیا نړیوال سازمان د ژمی په راتګ افغانستان کې روغتیایی وضعیت اندېښمن بللی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر میاشتې لپاره په افغانستان کې د بېړنی روغتیایی وضعیت په اړه راپور خپور کړی.

په یاد راپور کې راغلی، چې د دې میاشتې په اوږدو کې تر ۱۳۴ زره زیاتو کسانو په ۱۱۷ روغتیایی مرکزونو او روغتونونو کې چې د دې سازمان تر ملاتړ لاندې دی، طبی مشورې ترلاسه کړی.

راپور زیاتوی، شدید اوبلن نس‌ناستی، د بدن د اوبو کمېدل، د ډینګې تبه، شری او کوویډ-۱۹ د اکتوبر په میاشت کې عامې ناروغۍ وې، چې د زیاتو ناروغانو د راتګ لامل شوې دی.

دغه راز روغتیا نړیوال سازمان ویلی، د نشه‌ یی توکو د درملنې له ۱۲ مرکزونو سره یې هم په افغانستان کې مرسته کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.