کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۰):
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، د خلکو د پراخې همکارۍ له امله د پولیو د پېښو شمېر کم شوی او دوی هیله من دي چې ډېر ژر به د پولیو ویروس په افغانستان کې لمنځه لاړ شي. دوی د خلکو هر اړخیزه همکاري او د روغتیایي کارکوونکو غوره مدیریت د پولیو د پېښو د کمېدو اصلي لامل بللی دی.
بلخوا یو شمېر روغتیاپالان ټینګار کوي چې د پولیو په ګډون د هر ډول ساري مخنیوی د ولسي خلکو پراخې همکارۍ ته اړتیا لري.
هېره دې نه وي چې افغانستان او پاکستان د نړۍ په کچه دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ویروس شتون لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/