کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۰):
د عامې روغتیا وزارت چارواکی وایی، د خلکو د پراخې همکارۍ له امله د پولیو د پېښو شمېر کم شوی او دوی هیله من دی چې ډېر ژر به د پولیو ویروس په افغانستان کې لمنځه لاړ شی. دوی د خلکو هر اړخیزه همکاری او د روغتیایی کارکوونکو غوره مدیریت د پولیو د پېښو د کمېدو اصلی لامل بللی دی.
بلخوا یو شمېر روغتیاپالان ټینګار کوی چې د پولیو په ګډون د هر ډول ساری مخنیوی د ولسی خلکو پراخې همکارۍ ته اړتیا لری.
هېره دې نه وی چې افغانستان او پاکستان د نړۍ په کچه دوه هغه هېوادونه دی چې لا هم په کې د پولیو ویروس شتون لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ