کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۷):
د افغان کرکټ ملی لوبډلې آلراونډر لوبغاړی ګلبدین نایب چې د کرکټ تر څنګ د فټنس په برخه کې د ښکلی اندام لرونکی لوبغاړی دی، د افغانستان روغتیا وزارت له لوری د اعتیاد د مخنیوی په برخه کې سفیر غوره شوی.
د روغتیا وزارت د مسوولینو په خبره نایب به د خپل شهرت په وسیله نړیوال لوبغاړی دې ته وهڅوی چې له افغان معتادینو سره د درملنې په برخه کې مرستې وکړی.
ګلبدین نایب چې د اوږد مهال راهیسې یې د کرکټ په ډګر کې د افغانستان لپاره لوبې ترسره کړی، د یوې مودې لپاره د ملی ټیم لوبډلمشر هم ټاکل شوی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ